د عامې روغتیا وزارت د هېواد اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د لوی اختر په ورځو کې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي

Panah_moph
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲ - ۱۴:۴۳
د عامې روغتیا وزارت د هېواد اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د لوی اختر په ورځو کې روغتیایي سپارښتنې عملي کړي

د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني نن د حج او اوقافو وزیر ښاغلي عبدالحکیم منیب سره په ګډه خبري ناسته کې د هیواد پر ټولو اتباعو/ اوسېدونکو غږ وکړ چې د لوی اختر په ورځو کې د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د خپلوانو او ملګرو کورونو ته له تګ څخه ډه ډه وکړي.

ډاکټرعثماني وویل چې د کرونا ویروس د ترسره شویو احصایو له مخې نظر تېرته کم شوی دی؛ مګر لاهم زموږ هیواد کې د کورونا ویروس کړکیچ شتون لري او خلک باید د اختر په ورځو کې د ګڼې ګونې ځایونو، خپلوانو کورونو، ملګرو کورونو ته له تګ څخه ډډه وکړي او روغتیایي وړاندیزونه علمي کړئ، په ځانګړي توګه ماسک، ټولنیز واټن، د لاسونو مینځل اوغېږ ورکولو څخه ډډه وکړئ.

د عامې روغتیا نوماند وزیر د کرونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي لپاره د وزارت چمتووالي یادونه وکړه، ویې ویل چې روغتیا وزارت د کورونا ویروس د دوهمې څپې ناورغانو د درملنې لپاره د کابل په څلورو روغتونونو کې د ټولو اسانتیاوو په درلودو سره د درملنې څانګې پرانیستلې او دا لړۍ به ولایتونه کې هم دوام لري.

په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزارت نوماند په لوی اختر اختر کې د کانګو بخار/ تبې د خپریدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: "خلک باید د کانګو تبې څخه پوره عامه پوهاوی ولري، کوم چې د څارویو له لارې انسانانو ته لیږدول کیږي او د حلالولو/ ‌ذبحه کولو، غوښې پخلي پرمهال د دستکش او ماسک اغوستل، د یاد مرض د مخنیوي لپاره اړین دي.

سربېره پردې، ډاکټر عثماني څرګنده کړه چې د اداري فساد پروړاندې مبارزه د دوی له کاري لومړیتوبونو څخه ده، او د اداري فساد د مخنیوي لپاره، د دې وزارت په مرکزي ډیپو/سټاک کې امنیتي څارونکې کامرې نصب شوي ترڅو د شته تجهیزاتو له نږدې څارنه وکړي.

همدارنګه د دې وزارت نوماند په ټولو کورنیو غږ وکړ چې خپل ماشومان د ګوزڼ، تور ټوخی، سرخکان او تیتانوس ناروغیو د مخنیوي لپاره روغتیایی مرکزونو کې واکسین کړي.

له بلې خوا د حج او اوقافو وزیر ښاغلي عبدالحکیم منیب د حفظ الصحې مراعت ولو پر اړتیا ټینګار وکړ او د هېواد پر ټولو اتباعو/ اوسېدونکو یې غږ وکړ چې د اختر رخصتیو پرمهال د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت وړاندیزونه عملي کړي.

هغه زیاته کړه: "د کورونا ویروس د نازک حالت له امله، د اختر لمونځونو کې برخه اخیستل اختیاري دي، او هغه څوک چې جوماتونو کې د اختر لمونځ کولو لپاره ورځي، ټولنیز واټن باید مراعت کړي، او هغه څوک چې په خطر کې دي یا د کورونا ویروس نښې لري." "د اختر لمونځونو کې ګډون مکوئ تر څو نور په ناروغۍ اخته نشي."

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS