د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کابل ښار د اقصی، فایز او کوثر خصوصي روغتونونو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
یاده ناسته وروسته له هغې ترسره شوه، چې د څارنې او پلټنې لوی رئیس د نظارتي پلان له مخې، د شپې ناوخته له یادو خصوصي روغتونونو څخه ناڅاپي نظارت ترسره او یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې يې په نښه کړې؛ نوموړي يادې ستونزې او نیمګړتیاوې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې او ټینګار یې وکړ، چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ناروغانو ته د معیاري، خوندي او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې لازم او اغېزمن اقدامات ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې د ورته نظارتونو لړۍ به دوام ولري؛ ترڅو د روغتيايي خدمتونو کیفیت لوړ، شفافيت تامين، د خلکو روغتيايي ستونزې حل او د روغتیایي مرکزونو مسئولین او ډاکټران د ولس لا ښه خدمت کولو ته تشويق او متوجې شي.
