د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت او مل تخنیکي پلاوي بامیان ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر جواد حکیمي سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۳:۵۷
moph

په دې لیدنه کې د بامیان د عامې روغتیا رئیس، د وزارت څخه ورغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د یاد ولایت د روغتیايي وضیعت، وروستیو لاسته راوړنو او پرمختګونو، شته ننګونو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات شریک او د عامې روغتیا وزارت له همېشني ملاتړ څخه یې خوښي وښوده.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ډاکټر عنایت الله عنایت د خپل سفر موخه شریکه او د روغتیايي وضیعت ښه والي په موخه یې د بامیان ولایت د عامې روغتیا ریاست کړنې وستایلې.

په دې لیدنه کې روغتیايي مرکزونو کې د ملي روغتیايي پروګرامونو د تطبیقي وضیعت، د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو د څرنګوالي، طبي تجهیزاتو او روغتیايي کارکوونکو د وضیعت اړوند هم بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د تطبیق کوونکې مؤسسې له مسؤلینو سره په ګډه د بامیان د مرکز اړوند شهیدان جامع روغتیايي مرکز له ټولو څانګو څخه لیدنه وشوه، د ناروغانو د ثبت راپورونه، د وړاندې کېدونکو خدمتونو بهیر، طبي تجهیزات او له ناروغانو سره د روغتیايي کارکوونکو چلند ارزیابي او د خدمتونو لا ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه د یاد مرکز له مسؤلینو سره شریک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۲:۲۱
Background image

د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ۱۴ ټنه له نېټې تېر درمل، طبي او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

د پنجشېر عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل: دغه درمل او توکي د څارنې او پلټنې امریت له لوري د یاد ولایت د مرکز او ولسوالیو له بازارونو، درملتونونو او خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه راټول شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۳۷
Background image

هرات ولایت کې د خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د ياد ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ۷۱۷ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې‌کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۲۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او TDH مؤسسې ترمنځ د کونړ روغتیايي خدمتونو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له TDH مؤسسې سره د (۱۱۷۷۰۴) یو سل اوولس زره اووه سوه څلور ډالرو په ارزښت تړون. . .

BACK TO NEWS