د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځ مدیترانې هېوادونو وزیرانو د همغږۍ ناسته کې ګدون وکړ

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۲۲ - ۱۷:۵۷
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځ مدیترانې هېوادونو وزیرانو د همغږۍ ناسته کې ګدون وکړ

سه شنبه، ۲۲/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د روغتیا د نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې (ایمرو) هېوادونو د وزیرانو د همغږۍ ناسته کې ګدون او وینا وکړه.

په دې ناسته کې، د کورونا ویروس خپرېدو اوسني وضعیت، د دغه ویروس سره د مبارزې څرنګوالی، په ختیځ مدیترانې هېوادونو کې د واکسینو تطبیق او تولید او د دوامداره مالي سرچینو لپاره د کاري کمېټې د رامینځته کولو په اړه بحث او تبادل د نظر وشو.

همدارنګه په دغه ناسته کې، بېړنیو حالتونو ته د ځواب ویلو لپاره د کاري کمېټې په رامینځته کولو ټینګار وشو او برخه اخیستونکو د کمېټې له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا کمېټه به له موږ سره بېړنیو حالتونو ته د لاسرسي او د راتلونکو پانډمي ګانو په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورونا ویروس ناروغي د ختیځ مدیترانې هېوادونه د واکسینو، اکسیجن او ټولنیزو اړیکو په برخه کې له ننګونو سره مخ کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې مبارزه روانه ده او د عامې روغتیا وزارت په دې هڅه کې دی چې د روغتیایي مرکزونو په تجهیز سره دغه ویروس کنټرول وکړي.

دغه راز، د دې وزارت د لومړیتوبونو پر بنسټ د کورونا واکسین د پلي کولو پروسه د هېواد په ټولو ولایتونو کې په جدي توګه روانه ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۲۱
Background image

په زابل ، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د یو شمیر خوارکي توکو او درملتونونو څخه نطارت تر سره شو

په زابل، پکتیکا او جوزجان ولایتونو کې د خوړو او درملو آمریتونو له لوري د یو شمېر خوراکي توکو او درملتونونو څخه د  نظارت په پایله کې (۹۷) قلمه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان، GAVI او یونیسیف ادارې له مسؤلینو او د واکسین برخې له همکارانو سره. . .

BACK TO NEWS