د عامې روغتیا وزارت سرپرست د روغتیا په برخه کې د سره صلیب کمېټې د همکارۍ غوښتنه وکړه
دوشنبه، چنګاښ ۱۴/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د سره صليب د روغتیا برخې له مرستیال ډاکتر ماسیسي دینګ سره د هېواد د روغتیا په برخه کې د دې بنسټ د همکارۍ غوښتونکی شو.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د سره صلیب د روغتیا کمېټې مرستیال سره د عامې روغتیا وزارت سره د دې بنسټ د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې دغه وزارت سره د بېړنیو کېټونو برابرولو، د کووېډ -۱۹ روغتونونو کې د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرول، د اکسیجن د تولید دستګاه وؤ پېرودل او د روغتیایي کار کوونکو د روزنې په برخه کې همکاري وکړي.
ډاکترمجروح، په هېواد کې وضعیت ته په اشارې سره وویل: چې د کورونا ویروس کړکېچ او د تور فنګس ناروغۍ د خپرېدو سربېره، د جګړې له امله د ملکي تلفاتو زیاتوالي په روغتیایي مرکزونو کې د کار فشار زیات کړی دی.
له بلې خوا، ډاکتر ماسیسي ډینګ د عامې روغتیا وزارت سره د دې ادارې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې موږ به د عامې روغتیا وزارت وړاندیز د دې کمېټې اړونده برخې سره شریک کړو او وروسته به موږ تاسو جریان کې کړو چې د دې وزارت سره ترکوم حد پورې همکارۍ کولای شو.