د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۹:۴
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له نړیوال بانک څخه د اکسیجن دستګاه وو د پېرودلو په پار د همکاري غوښتونکی شو

چهارشنبه، غبرګولی ٢٦/١٤٠٠

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د نړیوال بانک له استازو څخه د آکسیجن دستګاه وؤ په پیرودلو کې د دوی د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، اوسمهال آکسیجن د روغتیا سکتور یوه جدي اړتیا بولي، وايي که څه هم د اکسیجن د تولید دستګاه وې د کابل او ځینو ولایتونو په یو شمېر روغتونونو کې نصب او فعال شوي دي او د لسو نورو ولایتونو لپاره هم دستګاه وې پېردول شوي دي مګر اوس هم موږ د اکسیجن له کمښت سره مخ یو او ستاسو قوي همکاري ته اړتیا لرو.

ډاکترمجروح، په اتو ولایتونو کې د صحتمندي پروژې د بدیلو مؤسساتو د انتخاب په اړه چې په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک شوي وؤ د نړیوال بانک له استازو سره تر بحث لاندې ونیو او ټینګار یې وکړ چې د دې مؤسساتو تړونونه به د جمهوري ریاست د عالي مقام له تاییدي وروسته نهایي شي.

سربېره پردې، په دغه غونډه کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د دوام ورکولو او د دغه ویروس پر وړاندې د مبارزې په پار د کورونا پروژې پر قرار داد باندې هم بحث وکړ.

له بلې خوا، د نړیوال بانک استازي د افغانستان د روغتیايي سکتور څخه د دوی پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به همکاري وکړي.

نړیوال بانک د روغتیا سکتور او د صحتمندي پروژې یو له لوی تمویل کوونکو څخه دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د خوارځواکۍ پوډرو او د اوسپنې فولیک اسید ګولیو د ویش درې ورځنی کمپاین پيل شو

دغه کمپاین د یونیسف په مالي لګښت او د HADAAF مؤسسې په تخنیکي مرسته پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې ځوانو انجونو ته د خوارځواکۍ څخه د مخنیوي په موخه پوډر او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۴:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا نړیواله ورځ "زما روغتیا زما حق" تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

د دې ورځې څخه د نمانځنې موخه د عامه پوهاوي لوړول، د ناروغانو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیا په برخه کې لاسته راوړنې او په دې برخه کې د معلوماتو شریکول دي.

د  عامې روغتیا وزیر،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي زده کړو په موخه د ټریني ډاکټرانو څخه ازموینه واخیستل شوه

یاده ازموینه د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست او ایمرجنسي روغتونونو د مسؤلینو په شتون کې له ۲۸ تنه  نارینه او ښځینه ډاکټرانو څخه، چې د ازموینې ملي کمېټې له لوري دې برنامې ته. . .

BACK TO NEWS