د عامې روغتیا وزارت سرپرست په پنځم طبي نندارتون کې ګډون وکړ

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۴ - ۱۴:۲۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په پنځم طبي نندارتون کې ګډون وکړ

سه شنبه، کب ٢٤/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر قلندر عباد، په کابل کې د جوړ شوي طبي نندارتون په پنځم پړاو کې ګډون وکړ.

په دې نندارتون کې لاسته راوړنې، تجهیزات او تولید شوي درمل نندارې ته اېښودل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په افغانستان کې د درملو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د دغه نندارتون پرانیستل یې د روغتیا په برخه کې د پانګونې د پیاوړتیا لپاره یو ښه فُرصت وباله.

هغه همدارنګه وويل: چې دا ډول نندارتونونه د پانګوالو لپاره ښه فرصت او مثبته سيالي رامنځته کوي.

ډاکتر عباد وويل: چې په تېرو شلو کلونو کې د روغتيا په برخه کې ډېرې پيسې لګول شوې دي، خو د پراخ فساد له امله د روغتیا په برخه کې هېڅ ډول لاسته راوړنه او پرمختګ نه دی شوی.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره ژمن دی او موږ د روغتیا د بېلابېلو برخو د پیاوړتیا لپاره هڅه کوو.

ډاکتر عباد د درملنې لپاره بهر ته د تلونکو کسانو په اړه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې موږ له طبي متخصصینو سره په همکارۍ هڅه کوو ترڅو خلکو ته په کور دننه د بېلابېلو ناروغیو د درملنې زمینه برابره کړو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: اسلامي امارت له کورنیو پانګوالو ملاتړ کوي او په هېواد کې دننه د درملو د فابریکو پیاوړتیا زموږ له لومړیتوبونو څخه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS