د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د انتاني ناروغیو ملي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون د خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه:
په دې ليدنه کې ښاغلي مرستیال د یاد روغتون د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او هم یې ورته لازمې لارښوونې وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره او ټینګار یې وکړ، هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي.
همدارنګه، د مالي او اداري چارو مرستیال له روغتیايي کارکوونکو، ناروغانو او مراجعینو سره په لیدنه کې د هغوی غوښتنې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.
