د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري په نورستان ولایت کې د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۸:۵۱
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري په نورستان ولایت کې د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

دغه روغتون چې شل بسترونه لري د روږدو د درملنې په برخه کې به روغتیايي خدمات وړاندې کوي د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده له لوري پرانیستل شو.

مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې روغتون د پرانیستې په مراسمو کې وویل:  په نشه یي توکو روږدي کسان هم د دې هېواد بچیان دي او په تېر کې ورته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې او په قصدي ډول د هېواد ځوانان دې ناوړه کړنې ته هڅول کېدل؛ خو د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې د روږدو درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او تر دې مهاله د څه باندې 39 زره کسانو درملنه ترسره کړې او زرګونه تر درملنې لاندې دي.

یاد روغتیايي مرکز د UNODC ادارې په مالي لګښت رسمآ ګټې اخیستنې ته و سپارل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS