د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي په پروان کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او کیفیت ارزونه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي پروان ته د سفر په ترڅ کې د ياد ولایت له والي، ښاغلي شیخ عزیزالرحمن منصور سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې د پروان عامې روغتیا رئيس ډاکټر نیازمحمد مخلص او د يونيسف ادارې استازو هم شتون درلود، چې د روغتیايي خدمتونو پراختيا، کيفيت لوړولو، خلکو ته پر وخت د معياري روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او شته ستونزو حل په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
دغه راز، ښاغلي مرستیال او مل پلاوي د پروان ولایتي روغتون او د ولسوالیو روغتیایي مرکزونو څخه هم ګډ نظارت ترسره، د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو بهير يې له نږدې وليد او د خدماتو لا ښه والي، اغېزمنتيا او شته ستونزو حل په اړه يې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
