د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن ورځ د  لوړو زده کړو د پیاوړتیا په غونډه کې چې د کابل پوهنتون له لوري دایر شوې وه ګډون وکړ

akbari_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۰:۱۶
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن ورځ د  لوړو زده کړو د پیاوړتیا په غونډه کې چې د کابل پوهنتون له لوري دایر شوې وه ګډون وکړ

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد نن ورځ د  لوړو زده کړو د پیاوړتیا په غونډه کې چې د کابل پوهنتون له لوري دایر شوې وه ګډون وکړ او د لوړو زده کړو کیفیت د ښه والي پر څرنګوالي يې وینا وکړه.

د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د لوړو زده کړو د کیفیت پر ښه والي ټينګار وکړ او د علومو پرمختګ یې د هېواد د پرمختګ لپاره اغېزمن وباله.

ښاغلي وزیر، د طبي او غیر طبي تعلیمي بنسټونو له مسئولینو څخه وغوښتل چې د خپلو درسي میتودونو چمتوالي ته پاملرنه وکړي، او د زده کوونکو د علمي کچې د لوړوالي لپاره له اوسنیو شرایطو سره برابر پرمختللي تدریسي میتودونه وکاروي.

نوموړي همداراز وویل، چې په هېواد کې د ډاکټرانو د ظرفيت لوړول زما له لومړيتوبونو څخه دي او هڅه کوم، چې د ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د ډاکټرانو لپاره په انلاين او حضوري بڼه د با کیفیته زده کړو زمينه برابره کړم.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۵
Background image

غور ولایت کې د روغتیایي مرکزونو د بیا رغونې ۱۳ پروژې او ۲۲ د اوبو رسونې سرچینو د ترمیم چارې په بریالیتوب سره بشپړې شوې

د دغه ولایت د الفاروق، ساغر، پسابند و لعل او سرجنگل ولسوالیو کې ۱۱ روغتیایي مرکزونه له بشپړې بیارغونې وروسته یې بېرته خپل فعالیتونه پیل کړل.

په دې بیارغونه کې روغتیايي کتنځایونه، نسایي. . .

BACK TO NEWS