د عامې روغتیا وزیر او د ننګرهار والي د کونړ نورګل ولسوالۍ زلزله‌ځپلو سیمو ته د روغتیایي خدماتو د ارزونې لپاره سفر وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۱۴
moph

د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او د ننګرهار والي ښاغلي حاجي ملا محمد نعیم اخند د يو شمېر وزيرانو په ملتيا د کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار درې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د ارزونې، اغېزمنتیا او د قربانیانو له کورنیو سره د لیدنې په موخه سفر ترسره کړ.

یاد سفر چې د تېرې شدیدې زلزلې په دوهمه ورځ ترسره شو، د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د روغتیایي خدماتو ارزونه وکړه، د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره یې له نږدې ولیدل، د هغوی اړتیاوې او ستونزې یې واورېدې، د حل او بشپړې همکارۍ ډاډ یې وکړ او روغتیایي کارکوونکو ته یې د غوره او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې؛ تر څو ټپیانو ته اړین او لازم روغتیایي خدماتو وړاندې شي.

د عامې روغتیا وزیر د زلزلې قربانیانو ته د رسېدنې په موخه لومړی په خاص کونړ ولسوالۍ کې د همغږۍ ناسته وکړه تر څو هلته مرستې او نور اړین امکانات چمتو شي او ژر تر ژره زیانمن شویو سیمو ته ولېږدول شي تر څو ټپیانو او قربانیانو ته له ځنډ پرته رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۳:۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غونډه ترسره شوه

دا غونډه د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي په مشرۍ د یاد ریاست په  دفتر کې د بهرنیو اسنادو د ارزونې کمېټې غړو او د اکاډمیکو چارو د همغږۍ ریاست مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۱:۱۳
Background image

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ په تالار کې د Polymerase Chain Reaction (PCR) علمي کنفرانس ترسره شو

دغه کنفرانس د PCR ټکنالوژۍ د علمي، څېړنیزو او عملي اړخونو د ارزولو لپاره د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټيټیوټ د طبي ټکنالوژۍ څانګې له لوري ترسره شو، چې موخې یې د مالیکولي بیولوژۍ د. . .

BACK TO NEWS