د عامې روغتیا وزیر د شهیدانو او معلولینو وزیر سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۸:۲۲
د عامې روغتیا وزیر د شهیدانو او معلولینو وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دې ناسته کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر ښاغلي آریوبي، د هېواد د عامې روغتیا له وزیر څخه وغوښتل چې له دغه وزارت سره د رواني روغتیا، د معلولیت درجې مجدد تثبیت، جندر او روغتیا، د معلولینو لپاره د پلاستیکي اجزاو جوړول، د معلولینو روغتیایي مرکزونو او بیارغونې برخه کې د شهیدانو او معلولینو وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د ښاغلي آریوبي وړاندیزونو په اورېدو سربېره زیاته کړه چې د عامې روغتیا وزارت رهبري ژمنه ده، چې د شته ستونزو د حل په پار د شهیدانو او معلولینو وزارت سره هر اړخیزه مرسته وکړي او په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.

دغه راز دواړو خواوؤ، د مشترکو برنامو، د مشخصې طرحې جوړول، د اوږد مهاله پالیسیو پراختیا، ښوونیزې برنامې، دوه اړخیزه مرستو او د دواړو وزارتونو ترمینځ لازیات همغږي باندې ټینګار وکړ او د لازیات همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS