د عامې روغتیا وزیر د ننګرهار سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۸ - ۱۴:۵۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دې ولایت له سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف یې هم ملتیا کوله د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سیمه ییز  روغتون د بېلا بېلو څانګو څخه د نږدې لیدنې سربېره د شته نیمګړتیاوو د حل په موخه روغتیایي کارکوونکو او مسئولینو ته لازمې سپارښتنې ترسره او د معیاري روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کېدو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۰ - ۱۵:۴۶
Background image

ملا بخت الرحمن شرافت د یوې غونډې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه معرفي شو

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي، د چارو ادارې مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالباري عاطف، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو، رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړی و.

په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۶:۱۰
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوالو سازمان استازو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۶:۲
Background image

د اکمال تخصص د ترینر متخصصینو د دویمې دورې وروستۍ پایلې اعلان شوې

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست د ترینر متخصصینو د دویمې دورې وروستۍ پایلې، چې مخکې یې تحریري او عملي ازموینه ورکړې وه نن اعلان کړې!

په دې ازموینه کې ۳۹ تنه هغه نوماندان. . .

BACK TO NEWS