د عامې روغتیا وزیر د هلمند له والي سره وکتل

Panah_moph
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۱۶:۲۴
د عامې روغتیا وزیر د هلمند له والي سره وکتل

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند ولایت له والي ښاغلي عبدالنبي الهام، محممد کریم اتل او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دې ناسته کې، د هلمند والي سره راغلي هیات د یاد ولایت روغتیایي ستونزې د هېواد د عامې روغتیا وزیر سره شریکې کړې او د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د بېړنۍ پاملرنې څانګې، هیموډیالیز ، د امبولانس مرکز، په مخدره توکو روږدو د درملنې څانګې، د روغتیایي مرکزونو زیاتوالی او د دې ولایت دولتي پوهنتون کې د طب پوهنځی جوړولو برخه کې د همکارۍ غوښتونکي شول.

د عامې روغتیا وزیر د هلمند ولایت د خلکو پر وړاندې شته ستونزو اورېدلو سربېره د ستونزو د حل ځانګړي ډول د روغتیایي مرکزونو په زیاتوالي په پار له دوی سره ژمنه وکړه.

ډاکټر عثماني وویل: چې د بېړنۍ پاملرنې او هیموډیالېز تاسیساتو رامینځته کول به د راتلونکي کال لپاره بودیجه کې شامل کړي او موږ په دې هڅه کې یو چې د معتادینو روغتون له 100 بسترونو څخه 150 بسترونو ته لوړ کړو.

دغه راز د هېواد د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه چې په د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د طب پوهنځی د جوړېدو په اړه د لوړو زده کړو وزارت سره خبرې کوي تر څو دا ستونزه حل شي.

په ورته وخت کې، ښاغلي الهام د دغه ولایت ستونزو په حل کې د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS