د عامې روغتیا وزیر په کندهار کې د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۲۳
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نږدې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د دامان ولسوالۍ عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د دامان ولسوال، یو شمېر نورو مسؤلینو، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و، ښاغلي وزیر دغه روغتون د ناروغانو ستونزو کمېدو او د اړینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې مهم وباله او ويې ويل: د دې ډول پروژو پلي کېدل به لرو پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه کړي او د خلکو اړتیاوو ته به پر وخت ځواب ووایي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ تر څو د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د ورته پروژو له لارې د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ياد روغتون د جوړېدو چارې به د  ١٨ مياشتو په موده کې بشپړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۰ قلمه طبي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د ۲۰ تنو روغتیايي کارکوونکو لپاره د اساسي بېړنۍ پاملرنې پنځه ورځنۍ روزنه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د روغتیا برخې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د اساسي بېړنۍ پاملرنې «Basic Emergency Care (BEC)» پنځه ورځنۍ روزنه ورکړل شوه

دغه روزنيز. . .

BACK TO NEWS