د عصبي جراحۍ متخصص ( احمد شاه بابا مېنې روغتون)!

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۹:۴۰
moph

Publish Date

Closing Date

دنده: د عصبي جراحۍ متخصص ( احمد شاه بابا مېنې روغتون)
اړوند اداره: د جدي څارنې څانګې (ICU) پروژه
ولایت: کابل/ مرکز
د دندې ځای: د احمد شاه بابا مېنې روغتون
د بست شمېر: ۱
د قرارداد موده: یو کال (د تمدید وړ)
معاش: د NTA معاشاتو د نورم مطابق
تابعیت: افغان
جنسیت: نارینه / ښځینه
د اعلان د پیل نېټه : ۱۹ / ۳/ ۱۴۰۵
د اعلان د پای نېټه:  ۲۹ /۳ /۱۴۰۵

د دندې لنډیز :

د عصبي جراحۍ متخصص ډاکټر د بستر او مراجعه کوونکو ناروغانو د تشخیص، درملنې او تعقیب مسؤلیت لري، چې پکې د ناروغانو تاریخچه اخیستل، فزیکي معاینات، لابراتواري او رادیولوژیکي ارزونې، درملنه او د روغتیايي کارکوونکو روزنه شامل دي؛ خو یوازې په همدې مواردو محدوده نه ده.

مسؤلیتونه:

  1. د ناروغانو دقیق تاریخچه اخیستل او اړوند اسناد بشپړول
  2. د اړتیا سره سم د ناروغانو فزیکي معاینات ترسره کول
  3. د لابراتواري او رادیولوژیکي معایناتو سپارښتنه، تحلیل او تفسیر
  4. د اړوند مسؤل د هدایت سره سم د بستر ناروغانو منظم ویزیت
  5. د ناروغ د حالت دقیق تشخیص د تاریخچې، معایناتو او ازموینو پر بنسټ
  6. د ناروغانو د درملنې پلان ترتیب او تطبیق
  7. د طبي پروسیجرونو د سمو تطبیق یقیني کول
  8. د ناروغانو مشوره، تعقیب او مدیریت
  9. د روغتیايي معلوماتو په راټولولو او ثبت کې همکاري
  10. د داخلي روزنو او نوي کارکوونکو په روزنه کې ګډون
  11. د پروتوکولونو، طرزالعملونو او مقرراتو رعایت
  12. د مسلکي ظرفیت لوړونه د روزنیزو پروګرامونو له لارې
  13. د کیفیت د ښه ‌والي اړوند پلانونو او غونډو کې ګډون
  14. د ناروغانو لپاره وقایوي او لومړنۍ مشورې ورکول
  15. د نوکریوالۍ (شپې/شفټ) دندو ترسره کول
  16. د وقایې انتان (IPC) پروګرامونو کې فعال ګډون
  17. د اړوند څانګې مسؤل له لوري سپارل شوې نورې دندې ترسره کول
  18. د اړوند څانګې مسؤل ته راپور ورکول

د شاملېدو لازمي معیارونه او وړتیاوې:

  1. باید افغان تابعیت ولري.
  2. د معتبر پوهنتون څخه د MD سند (د عامې روغتیا وزارت یا لوړو زده کړو وزارت له لوري تایید شوی)
  3. د عصبي جراحۍ (Neurosurgery) تخصص سند لرل
  4. قوي د افهام او تفهیم مهارتونه لرل
  5. له ناروغانو، مراجعینو او همکارانو سره ښه او مسلکي چلند کول
  6. په پښتو، دري او انګلیسي ژبو تسلط (لیک، لوست او خبرې) لرل
  7. د کمپیوټر ابتدایي (MS Office)  مهارتونه لرل

ریفرینس: د یاد بست د ازموینې پوښتنې به د لاندې مرجع (کتاب) د محتوا پر بنسټ طرحه کېږي.

 

د اعلان د بست لارښوونه:

درنو نوماندانو! تاسې کولای شئ خپله سي وي (CV) د mophgdsa@gmail.com برېښنالیک ته واستوئ، یا یې چاپي (هارډ کاپي) بڼه د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست د کاریابۍ اعلانونو عمومي مدیریت ته وسپارئ.

یادونه: مهرباني وکړئ د خپلې خوښې د بست عنوان په برېښنالیک کې په واضح او دقیق ډول د عنوان په برخه کې ولیکئ.

د اړتیا یا لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ له دې شمېرې سره  ۰۲۰۲۳۱۲۴۲۲.

اړیکه ونیسئ: