د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون سره د شاوخوا یو میلیون افغانیو په ارزښت د اړتیا وړ درملو، تجهيزاتو او اړينو توکو مرسته وشوه
دغه مرسته د غزني عامې روغتيا رياست په هڅو د (UNODC) په مالي ملاتړ شوې، چې موخه یې د روغتون د ورځنیو خدمتونو پیاوړتیا، د درملنې چاپېریال ښه والی، د اړتیا وړ تجهیزاتو او توکو د کمښت رفع کول او په نشه یي توکو د روږدو ناروغانو لپاره د معیاري، خوندي او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو برابرول دي.
