د فراه ولایتي روغتون کې د HIV ساري ناروغۍ د مرکز جوړېدو ډبره کېښودل شوه
دغه مرکز چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ، د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي، بنسټ ډبره یې د فراه عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدولي احمدزي، یو شمېر روغتیايي مسؤلینو او کارکوونکو په شتون کې کېښودل شوه.
یاد مرکز د فراه ولایتي روغتون په محوطه کې جوړېږي چې له بشپړېدو وروسته به مراجعینو ته د HIV ناروغۍ د مخنیوي، تشخیص، پاملرنې او درملنې برخو کې معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.
د فراه عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز جوړېدل د روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا برخه کې مهم ګام وباله او د رغنیزو چارو پر چټکتیا او د جوړولو پر مهال یې د اړینو معیارونو پر رعایت ټینګار وکړ.
