د مالي او اداري چارو مرستیال په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر سره ولیدل
د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د جاپان له شارژدافیر، میکیو ایزاوا سره د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو همکاریو ناسته ترسره کړه
ښاغلي مرستیال، د روغتیا برخه کې د جاپان هېواد له اوسنیو همکاریو څخه د مننې ترڅنګ د روغتیايي برخې پیاوړتیا په موخه له یاد هېواد د دوامداره همکاریو او دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا غوښتنونکی شو.
بل لور د جاپان شارژدافیر د روغتیا برخه کې پر دوه اړخیزو اړیکو خوښي څرګنده او دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
