د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د یوې ناستې په ترڅ کې د مرکزي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې د حج بیت الله شریف د روغتیايي ټیمونو لپاره د استازو معرفي کېدو او افغان حاجیانو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کېدو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په دې ناسته کې د مرکزي روغتونونو له رئیسانو وغوښتل، چې ژر تر ژره خپل هغه روغتیايي کارکوونکي چې په شرایطو برابر متخصصین، فارمسستان او او نرسان په کې شامل وي د حج بیت الله شریف روغتیايي ټيمونو ته معرفي کړي؛ ترڅو دغه ټیمونه وکولای شي د اړتیا په وخت کې د حاجیانو روغتیايي ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه ترسره کړي.
سربېره پر دې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال ټینګار وکړ، چې د روغتیايي کارکوونکو د انتخاب پروسه دې په شفاف ډول د پچې اچونې له لارې ترسره شي؛ ترڅو په شرایطو برابر او وړ کسان په دې برنامه کې شامل شي.
د یادونې وړ ده، چې د افغان حاجیانو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه سږ کال حج بیت الله شریف ته تلونکي روغتیايي ډله کې ۱۷ تنه د داخلې څانګې متخصصین، ۲ تنه جراحي متخصصین، ۳ تنه نرسان او ۳ تنه فارمسستان شامل دي.