د ننګرهار سيمه ييز تخصصي روغتون مسؤلینو ته د ۳۸ زره امریکايي ډالرو په ارزښت رسمي کالي وسپارل شول
په دې مرسته کې د روغتون د کارکونکو لپاره ۳۰ زره جوړې رسمي جامې شاملې دي، چې د یونیسف دفتر له لوري د ننګرهار سيمه ييز تخصصي روغتون ته ډالۍ او د یاد روغتون مسؤلینو ته وسپارل شوې.
دغه جامې به د حفظالصحې مراعات، د نظم تأمین او د روغتون په چاپېریال کې د مسلکي اصولو د پلي کولو په موخه د روغتیايي کارکوونکو له خوا کارول کېږي.
