د نورستان ولايت کامدیش ولسوالۍ د روغتون افتتاح ترسره شوه

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۵
د نورستان ولايت کامدیش ولسوالۍ د روغتون افتتاح ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت معين، ښاغلي مولوي حبيب الله اخندزاده او ورسره مل پلاوي نورستان ولايت ته سفر ترسره کړ، چې د دې سفر ترڅ کې یې د کامدېش ولسوالۍ د District hospital پرانېسته ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې کامدېش ولسوالۍ د نورستان له مرکز یوه لرې پرته ولسوالۍ ده چې د دې روغتون په پرانېستې سره د سیمې خلکو خوښي څرګنده کړه او د عامې روغتیا وزارت له مسئولینو یې مننه وکړه چې د ژمي په دې سړه هوا کې د هېواد دې لرې پرتې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د رسونې په موخه سفر کړی ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۲
Background image

د بلخ لپاره د ۴۵۶ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د بلخ ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ار ایچ ډي او (RHDO) مؤسسې سره د (۴۵۶۱۳۶) څلور سوه شپږ پنځوس زره یو سل شپږ دېرش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲۰
Background image

د کابل ښار په استاد عبدالحق بېتاب لېسه کې د څه باندې ۸۰۰ زده‌ کوونکو په شتون کې د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د ننګرهار سلطانپور روغتیايي مرکز ته د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت مرستې وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سلطانپور روغتیایي مرکز سره د ۲۷۶ زره افغانیو په ارزښت د یو شمېر اړینو توکو، درملو او وسایلو مرسته وشوه

دغه مرسته چې د مومن ګروپ کمپنۍ له لورې شوې، د یو. . .

BACK TO NEWS