د هلمند روغتیایي علومو انسټیټیوټ نرسنګ څانګې څخه ۴۵ تنه محصلین له درې کلنې تحصیلي دورې وروسته فارغ شول

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د هلمند مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د عامې روغتیا رئیس مولوي فضلي احمد شفیع الله، د پوهنې ریاست استازي او د انسټیټیوټ استادانو ګډون کړی و.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس محصلینو ته د درې کلنې تحصیلي دورې د پای ته رسولو مبارکي ورکړه او ترې ویې غوښتل، چې د خپل مسلک اړوند روغتیا برخه کې د ټولنې د وګړو لازم خدمت وکړي.
تر دې دمه له یاد انسټیټیوټ څخه د محصلینو ۲۴مه دوره ده، چې له نظري او عملي زده کړو وروسته فارغېږي او د ټولنې د خدمت جوګه ګرځي.