د هېواد په سطحه د جينوټايپينګ لومړی لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۱۷:۲۱
د هېواد په سطحه د جينوټايپينګ لومړی لابراتوار ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د یوې غونډې په ترڅ کې د جینوټایپېنګ لابراتوار پرانیست. دا په هېواد کې د جینو ټایپېنګ لومړی لابراتوار دی چې په کابل کې د مرکزي لابراتوارونو په چوکاټ کې رامینځته کېږي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د دې لابراتوار تاسیس کول د کورونا ویروس د نوي ډول په پېژندلو کې خورا مهم ګام وباله وې ویل: "د دې لابراتوار په جوړولو سره د عامې روغتیا وزارت توانېدلی دی چې په هېواد کې د کورونا ویروس نوی ډول وپېژني.

ډاکټرمجروح زیاته کړه چې د دې لابراتوار په کارولو سره، موږ کولی شو په هېواد کې د کورونا ویروس جنیتکي منشأ وپېژنو او په هېواد کې د ویروس د جنیټیک بدلون سیر تعقیب او د دوی د څارنې په اساس تشخیصي برنامې ترتیب کړو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د کورونا ویروس نوي (انګلیسي ډول) د پېژندلو اعلان کړ او څرګنده یې کړه چې د دې لابراتوار په کارولو سره موږ وکولی شو چې په هېواد کې د کورونا ویروس (انکلیسي ډول) اوو مثبت ډولونه تثبیت کړو.

همدارنګه د عامې روغتیا سرپرست وزیر د انګلیسي ډول جینو ټایپ د پېژندلو لپاره د زمینې برابرولو برخه کې د افغان متخصصینو نه مننه وکړه.

هغه دغه راز وویل: چې د کورونا ویروس د بېلابېلو ډولونو د تشخیص سربېره، د هېپاتیت، نري رنځ، ګوزڼ، او جنیتیکي ناروغیو جینو ټایپېنګ د پېژندلو زمینه برابره کړې ده.

ډاکټر مجروح وویل: چې د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه لابراتوارونو معیاري کولو لپاره په لویه کچه برنامې په لاره اچولې دي، چې په دې سره به په هېواد کې د مختلفو ناروغیو د تشخیص لپاره زمینه برابره کړي.

له بلې خوا، ډاکټر مجروح دې ته اشاره وکړه چې کورونا ویروس په هېواد کې دوام لري او وې ویل چې کورونا ویروس لاهم په هېواد کې شتون لري او خلک باید د دې ویروس د مخنیوي لپاره وقایوي پیغامونه عملي کړي، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د کورونا ویروس د درېیمې څپې د مخنیوي لپاره د لازم چمتووالي په اړه کار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS