د هېواد په شمالي زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ معیارونو پلي کولو درېورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
په دغه روزنیز پروګرام کې د بلخ، جوزجان، فاریاب او سمنګان ولایتونو د خصوصي روغتونونو ۴۶ تنو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ اړوند معیارونه او د هغو د عملي پلي کولو لارې چارې ګډونوالو ته وړاندې شي.
د دغه پروګرام د جوړېدو موخه د ګډونوالو ظرفیت لوړول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو د خوندیتوب پیاوړتیا ده.
د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستې مراسمو کې د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سید احمد شاداب په خصوصي روغتونونو کې د اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو پر اهمیت او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې یې پر رول ټینګار وکړ.
