د وزیرمحمداکبرخان روغتون کې په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

akbari_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۳ - ۸:۵۰
د وزیرمحمداکبرخان روغتون کې په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د وزیر محمد اکبر خان ملي او تخصصي روغتون کې د ۴۰ ميلونه افغانيو په ارزښت په نړیوال سټندرد د یوې عملیات خونې او ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د روغتیايي عرضه خدماتو معین، مولوي حبیب الله اخندزاده حامد له لوري د وزیر محمداکبرخان روغتون په انګړ کې د یوې عملیات خونې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین په هېواد کې د داسې مرکزونو جوړول یوه مهمه اړتیا وبلله او په هېواد دننه د ناروغانو د درملنې په برخه کې یې د داسې مرکزونو شتون خورا مهم وګاڼه.

همداراز د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي عرضه خدماتو معین د روغتیايي کارکوونکو د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې د داسې مرکزونو جوړول په کور دننه د ناروغانو د درملنې لپاره زمینه برابروي او د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته د ورتګ لپاره نه مجبورېږي.

ټاکل شوې چې دغه ودانۍ د ۴۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت سره په څلورو پوړونو کې په نړیوال ستندرد برابره جوړه شي چې مجهزه عملیات خونه، کنفرانس هال، ریکوري خونې او نورې مختلفې برخې به ولري او ټول لګښت به یې د افغانستان اسلامي امارت له داخلي بودیجې څخه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ په مناسبت د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

د بادغیس، غزني، ننګرهار، لغمان، نورستان، پنجشېر، کونړ، سمنګان، هلمند، دایکندي او د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو له لوري د مور په شیدو د تغذیې نړیوالې اونۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۱:۵۲
Background image

د سره صلیب نړیوالې کمېټې بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت طبي مرسته وکړه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري د بغلان عامې روغتیا ریاست سره د شاوخوا ۵۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزاتو، درملو او تشخیصیه وسایلو مرسته وشوه

د بغلان ولایتي روغتون سرطبیب،. . .

BACK TO NEWS