د کابل، لوګر، غزني، ميدان وردګ، پروان، کاپيسا، پنجشېر، دايکندي او باميان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره انلاین غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، يو شمېر مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو ریاستونو استازو شتون درلود، موخه يې د مرکز او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.
په یاده غونډه کې ولايتي مسؤلينو شته ستونزې او غوښتنې له مرکزي مسؤلینو سره شريکې او يو شمېر وړاندېزونه يې مطرح کړل او د مرکزي مسؤلینو له لوري ورته ځوابونه وړاندې، د همکارۍ او ستونزو حل ډاډ ورکړل شو.
دغه راز، د اداري سلسلې مراعتولو، پر ټاکلي وخت چارو ته رسېدنې، د لېږل شویو مکتوبونو پر وخت ځوابولو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه، ښاغلي مرستیال له يو بل سره پر ښې همکارۍ او همغږۍ ټينګار وکړ او ولايتي مسؤلينو ته يې سپارښتنه وکړه، چې خپلې ستونزې او غوښتنې د ولایتونو د روغتیا همغږۍ ریاست له لارې له مرکز سره په رسمي ډول شريکې کړي؛ څو ورته مناسبې حل لارې پيدا او پر وخت حل شي.
