د کتلوي معافیت ملي ادارې مسؤل په ننګرهار کې د ختیځ زون د ایمونایزېشن پروګرام کلنۍ ارزونه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۱:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافيت ملي ادارې مسؤل، دوکتور عبدالحکيم همت ننګرهار ولايت ته د سفر په ترڅ کې د ختيځې حوزې (ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان) ولايتونو د کتلوي معافيت پروګرام د فعاليتونو کلنۍ ارزونې ورکشاپ کې ګډون وکړ:

یاد ورکشاپ چې د کتلوي معافيت پروګرام د لا ښه تطبیق او پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، په ترڅ کې یې دوکتور عبدالحکيم همت د پروګرام لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې او لازمې سپارښتنې وکړې.

دغه راز، نوموړی به د ننګرهار ولایت لپاره د کتلوي معافيت پروګرام فعالیتونو د تنظیم او اولویت‌ بندۍ په موخه د Road Map جوړولو یو ورځني ورکشاپ کې، چې د کتلوي معافیت ملي ادارې په نوښت ترسره کېږي، ګډون وکړي او د روډمپ په جوړولو او ترتیب سره به وکولای شي، چې د یاد ولایت د ایمونایزېشن برخې ستونزې په دقیقه توګه تشخیص او ورته روښانه حل لارې وړاندې شي.

همدارنګه، نوموړی به د ننګرهار په ولایتي کچه د کتلوي معافيت خدماتو وړاندې کېدو له بهیر څخه هم لېدنې او نظارت ترسره کړي؛ ترڅو د کتلوي معافیت پروګرام د پلي کېدو بهیر ارزونه ترسره او لا اغېزمن شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS