د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه
د کندز حوزوي روغتون څلور سوه بسترونو ته ارتقاء وکړه:
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د ولایتي سفرونو په لړ کې د کندز په حوزوي روغتون کې د سي ټي سکن، اکسیجن پلانټ، Mammography, د ماشومانو نوې NICU خونه، ښځینه انتظارخونه، د ICU لپاره د Echo اخیستل او مرکزي کنټرول سیستم د معافیت کتلوي ډېپارټمنټ د تعمیر د MDR روغتون یا سنټر او د مور او ماشوم د سل بستریز روغتون پرانېسته ترسره کړه.
ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د دې څانګو او تعمیرونو پرانېسته د عصري روغتیايي سیستم په برخه کې یو نوی انقلاب وباله او وې ویل چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی؛ څو د هېواد په ټولو سیمو کې منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په کندز حوزوي روغتون کې له ناروغانو سره هم لیدنه ترسره کړه، ستونزې یې ورته واورېدې او د حل په موخه یې مسوولینو ته سپارښتنې وکړې.