د کنړ په ولایتي روغتون کې د تیر یو کال په موده کې ۲۰۰ عملیاتونه تر سره شوي
د کونړ عامې روغتیا ریاست په همکارۍ اسعد اباد ولایتي روغتون کې د تیر یو کال موده کې د سترګو د پردو (کترک) (٢٠٠) عملیاتونه ترسره شوي.
همدارنګه د یاد روغتون سترګو څانګه کې د (٦١٨٨) تنو د سترګو سکریننګ شوی او هم د سترګو (٧٤) تنو معلولو ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي.