د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې په پار د روغتیايي ادارو کړنې وارزول شوې
یکشنبه، غبرګولی ۳۰/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیایي ادارو کړنې و ارزولې.
په دې ناسته کې، د تخنیکي کمېټو مسؤولینو او د کاپیسا، بلخ، فاریاب، پنجشیر او بادغیس ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو د کورونا ویروس درېیمې څپې پروړاندې مبارزه کې خپلې کړنې، ننګونې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیایي ادارو د کړنو د بیاکتنې پرمهال وویل: چې د کورونا ویروس لاهم د خپرېدو په حال کې دی او د روغتیایي ادارو مسؤولین دې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
هغه همدارنګه د عامې روغتیا ولایتي رئیسانو ته لارښوونه وکړه چې د واکسین د عادلانه وېش په برخه کې دې جدي ګامونه پورته کړي، اړمنو او له ګواښ سره مخ وګړو ته دې لومړیتوب ورکړي.
ډاکترمجروح، د خصوصي روغتونونو د پي سي آر دستګاه وؤ په اړه خبرې وکړې او له اړونده څانګې یې وغوښتل چې یوه کمېټه دې جوړه کړي او د خصوصي روغتونونو د کووېډ -۱۹ ټول لابراتوارنه دې د پي سي آر دستګاه وؤ د ثبات او په معایناتو کې د دقت له امله وڅېړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وویل: موږ د یو شمېر افغان ډاکترانو چې په چین او هند هېوادونو کې یې زده کړې کړي دي او د کورونا ناروغانو په درملنه کې له ښې تجربې برخمن دي؛ د همکارۍ غوښتنه کړې او تمه کېږي چې دوی د کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د اړوندو څانګو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې نن ورځ دې له ټولو ولایتونو سره اړیکه ونیسي او د ولایتونو په روغتیایي مرکزونو کې دې د بسترونو د شمېر زیاتوالي، د تجهیزاتو د رسولو او درملو د شتون د ډاډ ترلاسه کولو په اړه دې یو مفصل راپور چمتو کړي.