د کورونا ویروس سره مبارزه کې د روغتیایي مرکزونو د مسؤلینو کړنې وارزول شوې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ له لیرې لارې د یوې ناستې په ترڅ کې د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې په برخه کې د روغتیايي مسؤلینو کړنې و ارزولې.
په دې ناسته کې، لومړی د عامې روغتیا وزیر، د کورونا ویروس پر وړاندې مبارزه او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو په پار د سمنګان او هلمند ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو کاري راپورونه واورېدل او لارښوونه یې وکړه چې د دغو ولایتونو ستونزو د حل لپاره په یادو ولایتونو کې د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو مؤسسو له مسؤلینو سره په اړیکه کې شي او د ستونزو د حل برخه کې جدي او عملي اقدامات وکړي.
سربېره پردې، ډاکټر عثماني، مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې په هېواد کې د کورونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په هېواد کې د ماسکونو کارلو دوه اونۍ کمپاین د ښاریانو لخوا په لاره واچوي، او په دې اړه د لا زیات پوهاوي او روغتیایي سپارښتونو د مراعتولو په پار دې ښوونیز ویډیویي کلیپونو چمتو کړي او له رسمي او شخصي پاڼو څخه دې نشر کړي.
همدارنګه د دې ناستې په دوام کې، په مرکز کې د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د تخنیکي کمېټو مسؤلینو د عامې روغتیا وزیر ته خپل کاري راپورونه وړاندې کړل او د کاري چارو د ښه والي په اړه یې یې له هغه سره خپل نظریات شریک کړل.