د یو ان اچ سي آر ادارې د افغانستان دولت سره ٩ عرادې امبولانسونه مرسته وکړه
د یو ان اچ سي آر ادارې ٩ عرادې امبولانسونه چې د کډوالو چارو وزارت په همغږۍ د افغانستان دولت سره مرسته کړې ده، نن یې د یوې ناستې په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، د افغانستان د دولت او خلکو په استازیتوب، د یو ان اچ سي آر ادارې د مرستو څخه مننه وکړه او دغه امبولانسونه یې د روغتیا سکتور جدي اړتیا وبلله.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د امبولانسونو د عادلانه توزېع ډاډ ورکړ، وې ویل چې مرسته شوي امبولانسونه به اړمنو ولایتونو ته ووېشل شي ترڅو وکولی شي پر وخت او ژر روغتیایي مرکزونو ته ناروغان ولېږدوي.
له بلې خوا، په کابل کې د یو ان اچ سي آر بنسټ مسؤل مېرمن کارلین بند بیورن د هېواد لخوا یې د مرستې هدف بشر دوستانه وبلله او په افغانستان کې یې د دغه بنسټ د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
دغه راز په دغه ناسته کې د سویلي کوریا سفیر د کورونا ویروس خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامې روغتیا وزارت ته ١٥٠ زره ماسکونه هم ورکړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د سویلي کوریا د مرستې له امله مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان د روغتیا سکتور د ښه همکارانو څخه وباله.