د ۱۴۰۳ کال د Comprehensive ازموینی د نوماندانو د پام وړ
هغه محترم ډاکټران چی غواړی د ۱۴۰۳ کال په Comprehensive آزموینه کې گډون وکړی لاندیني ټکي دی په نظر کې ولري:
۱ د مونوګراف بشپړول او تائيدي حتمی ده.
۲- هغه ډاکټرانو چی د تخصص پروګرام یی بشپړ او مونوګرافونه یی نه دی تکمیل کړی د اکمال تخصص دعلمی کمیټی د فیصلی پر اساس نوموړی ډاکټران دی خپل پروپوزلونه تر ۱۷/۰۲/۱۴۰۳نیټی پوری د اکمال تخصص عمومی ریاست ته وسپاري د نوموړي نیټی څخه وروسته د دوی پروپوزلونه د علمی کمیټی لپاره دمنلو وړ نه دی .
۳- ټول محترم نوماندان دي د ټریننګ فایل (نمری) تر آزمویني د مخه د اکمال تخصص لوی ریاست ته وسپاری.
۴- د ۱۴۰۳ کال Comprehensive آزموینی لپاره د ۱۴۰۲ کال ریفرنسونه دی چی پخوا د عامی روغتیا وزارت له سایټ څخه خپور شوي دي.
۵- د آزموینی اخیستلو نیته وروسته اعلانیږي.