د ۷ ولایتونو ۱۰ طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو ریاست اړوند مرکزي لابراتوارونو آمریت د ګلوبل فنډ په همکارۍ د ۷ ولایتونو ۱۰ تنو طبي ټکنالوجستانو ته د بایومیډیکل (Bio Medical) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز پروګرام ترسره کړ
دغه روزنیز پروګرام د مسلکي او مجربو استادانو له لوري په نظري او عملي بڼه ترسره شو او موخه یې د طبي ټکنالوجستانو د مسلکي ظرفیت لوړول وو.
د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه خدماتو رئیس، الحاج دوکتور محمد قاسم صاحبي وویل: ګډونوالو ته په دې پروګرام کې د بایومیډیکل اړوند مهمو موضوعاتو اړوند زده کړې ورکړل شوې؛ څو له ترلاسه شویو زدهکړو څخه په خپلو کاري برخو کې اغېزمنه ګټه واخلي او خپلې تجربې له نورو همکارانو سره شریکې کړي.
نوموړي زیاته کړه، په راتلونکي کې به د اړتیا له مخې د نورو طبي ټکنالوجستانو لپاره هم ورته روزنیز پروګرامونه ترسره شي.
