روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال له هرات ولايت څخه ليدنه وکړه
سه شنبه، جوزا ۱۷/ ۱۴۰۱
د عامې روغتیا وزارت د صحي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال حبیب الله اخندزاده حامد او ورسره مل پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه له نږدې ارزونه وکړه.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال له روغتیايي کارکوونکو، د خصوصي او دولتي سکتور له استازو، تطبیق کوونکو بنسټونو او د ولسوالیو له روغتونونو، روغتیايي مرکزونو، دولتي او خصوصي ادارو څخه د لیدنې پر مهال له ګډونوالو سره خبرې وکړې او د ستونزو د حل او د روغتیايي کیفیت د ښه والي په اړه یې خبرې وکړې.