فراه ولایت کې د یو ملي سوداګر له لوري د شاوخوا ۳۵۰ زره ډالرو په لګښت يو روغتيايي (OPD) مرکز جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۴۳
moph

د دغه روغتيايي مرکز د پرانیستې مراسمو کې د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شيخ مير "صدام" له یاد ملي سوداګر څخه مننه وکړه او په نورو ملي سوداګرو یې هم غږ وکړ، چې د ورته خیریه کارونو په ترسره کولو سره د هېواد د روغتیا برخې په پراختیا کې ونډه واخلي

یاد روغتيايي مرکز د فراه په انار درې ولسوالۍ ذهکن کلي کې جوړ شوی، چې د اړینو روغتیایي اسانتیاوو په لرلو سره به د سیمې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS