قاري عبدالولي صدیقي د کابل د روغتونونو له بېلابېلو څانګو لیدنه وکړه او د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي یې ټینګار وکړ
د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي، د کابل ښار نور د سترګو ملي او تخصصي روغتون، ستوماتولوژۍ روغتون او مرکزي پولیکلینیک له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.
ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست او هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده کړه.
دغه راز، د مالي او اداري چارو ښاغلي مرستیال، د یادو روغتونونو له روغتیايي کارکوونکو او مسؤلینو سره هم وکتل او د دوی لخوا د ترسره شویو خدمتونو او فعالیتونو ستاینه یې وکړه.
ښاغلي همدارنګه د روغتونونو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې د باکیفیته روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، د ناروغانو روغتیايي وضعیت ته د لا ښې رسېدنې او د ستونزو د حل لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
