ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیایي سکټور او پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۶
MOPH

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د یاد ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند شهیدانو مېنه کې له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو؛ چې پایله کې یې درې کتنځایونه، د سټار سراپا کلینیک لابراتوار او زېږون خونه د قانوني سر غړونې له امله وتړل شو.

همدارنګه، د پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د ۳۰ درملتونونو او ۸۰ بابه خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت وشو او اړوند مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې وشوې.

د یاد نظارت په پایله کې ۲۸۵ قلمه له نېټې تېر درمل او ۴۸ قلمه بې کیفیته خوراکي توکي، چې شاوخوا ۶ ټنه کېږي، را ټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي ګودام ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۶
Background image

ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې له خصوصي روغتیایي سکټور او پروان سیاه ګرد ولسوالۍ کې د خوراکي توکو پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د یاد ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند شهیدانو مېنه کې له خصوصي روغتیایي سکټور څخه نظارت ترسره شو؛ چې پایله کې یې درې کتنځایونه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت، چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د کابل په ۷مه ناحیه او سروبي ولسوالۍ کې له یو شمېر هوټلونو څخه نظارت تر سره شو

یاد نظارت چې موخه یې د حفظ الصحې معیاري شرایطو ارزونه او ناروغیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات دي، په ترڅ کې یې د هوټلونو مسؤلینو ته د قانون د مراعتولو په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۶ - ۱۱:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ دیارلسمه ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، تشکیلاتي جوړښت د ښه والي، د HMIS او. . .

BACK TO NEWS