ننګرهار کې د ۶ فرعي روغتیایي مرکزونو پرانیسته ترسره او خدمات یې پیل کړل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۶:۴۸
MOPH

له یادو فرعي روغتیایي مرکزونو څخه یو د مومندرې ولسوالۍ په بیله کې، یو د بهسودو ولسوالۍ په هجرت اباد کې، یو په کامه ولسوالۍ کې، یو د جلال اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې او دوه د خوګیاڼو ولسوالۍ په بهار او تور غر کې جوړ شوي، چې د اړوند کلیو او سیمو اوسېدونکو ته به ورکې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کېږي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف د یادو روغتیایي مرکزونو پرانیست غونډې پر مهال روغتیایي کارکوونکو ته په دغو لرو پرتو سیمو کې د غوره خدماتو وړاندې کولو لارښوونه وکړه او ویې ویل، تاسې په ټولنه کې ښه باور لرئ، خپل باور وساتئ او له ناروغانو سره ښه چلند ترسره کوئ.

د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیایي مرکزونه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) او د AHF په مالي همکارۍ جوړ شوي، چې په وسیله به یې د یادو سیمو او کلیو اوسېدونکو ته د او پي ډي، مور او ماشوم، واکسینونو، تغذيې او رواني روغتیا برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۶:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو بهیر په ترڅ کې د ادې میډیکل کمپلکس څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې د ادې ميډيکل کمپلکس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۳
Background image

لوګر ولایت کې د ایډز، هیپاټیټس او جنسي ناروغیو د کنټرول مرکز د نوې ودانۍ جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او اداري ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS