هرات کې (۱۵۰) ټنه خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

د هرات عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو آمریت له لوري د یاد ولایت صنعتي ښارګوټي له غذایي او درملیزو تاسیساتو څخه د لس میاشتني نظارت په ترڅ کې راټول شوي ۱۵۰ ټنه له نېټې تېر او بي کیفیته خوراکي توکي او درمل د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یوړل شول.