هېواد کې د کورونا واکسین په ګړندي تطبیق د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه ټینګار

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۹:۵۶
هېواد کې د کورونا واکسین په ګړندي تطبیق د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه ټینګار

د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح، نن د روغتیایي خدمتونو پلي کونکو بنسټونو له مسؤلینو سره کتنه کې په هېواد کې د کورونا واکسین د پلي کولو پروسې ګړندي کولو باندې ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې، ډاکټر مجروح د کورونا واکسین پلي کېدو په تړاو د روغتیایي ادارو کړنې وارزولې او د شته ننګونو د حل لپاره یې د ادارو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د کورونا واکسین پلي کول په هېواد کې د ویروس له منځه وړلو ترټولو مؤثره لاره وبلله او د پلي کونکو ادارو او اړوندو څانګو له مسؤلینو یې وغوښتل چې د دې واکسین د تطبیق ګړندي کولو لپاره لازیاتې هڅې وکړي.

ډاکټر مجروح د روغتیایي خدمتونو ټولو وړاندې کونکو مؤسسو ته لارښوونه وکړه چې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو لپاره صادقانه کار وکړي، او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو کې لږ غفلت او بې پامۍ د بښنې وړ نه ده او که کوم شخص یا ټیم په دې برخه کې ځنډ او بې پامۍ وکړي قانوني چلند به ورسره وشي.

هغه همدارنګه د اړوندو ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د کرونا واکسین د تطبیق په اړه د ولایتونو د فعالیتونو په اړه ورځني راپورونه دې ورسره شریک کړي.

په ورته وخت کې، ډاکټر مجروح په ننګرهار ولایت کې د ګوزڼ درې تنه واکسیناتورانو په مړینه چې د نا پېژندو کسانو لخوا په شهادت رسېدلي دي خواشیني څرګنده کړه او وې ویل چې د دې ستونزې د حل او په دغه ولایت کې د ګوزڼ واکسین پلي کېدو د دوام لپاره د ختیځ حوزې له مسؤلینو سره خبرې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۳۱
Background image

د هیواد په یو شمیر ولایتونو کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

ننګرهار، نیمروز او پکتیکا ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور څخه د نظارت په پایله کې د یو روغتیايي مرکز سربېره (۱۳) بابه روغتیايي کتنځایونه، لابراتوارونه او درملتونونه د اسنادو نه. . .

BACK TO NEWS