هېواد کې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیايي خدمتونو په موخه د سروی موندنو د خپراوي ورکشاپ تر سره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۷ - ۸:۴۴
MOPH

د دې ورکشاپ پرانیست غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، روغتیا پالانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسیف سازمان او رسنیو استازو ګډون کړی و

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د څلورو لسیزو جګړې، کډوالي، د کورنیو بې ځایه کېدل، بشري بحرانونه، سیاسي بې ثباتي، اقتصادي ستونزې او فقر د رواني روغتیا د زیانمنېدو مهم لاملونه وبلل او ویې ویل:( د دې لپاره چې په هېواد کې رواني ناروغانو ته غوره خدمتونه وړاندې شي؛ نو باید د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا ملي تګلاره جوړه شي، د افغانستان د روغتیايي سیستم لپاره دایمي مالي منابع برابرې شي، د روغتیایي کارکوونکو ظرفیتونه پیاوړي شي، د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رواني روغتیا د روغتیايي او تعلیمي پالیسیو برخه وګرځي، ځانګړي تخصصي مرکزونه جوړ شي او دا خدمتونه د لومړنیو روغتیايي مرکزونو، د مور او ماشوم خدماتو او ښوونځیو سره یوځای شي.

همداراز ښاغلي مرستیال زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت ژمن دی چې د افغانستان ټولو اوسېدونکو، په ځانګړې توګه ماشومانو او تنکيو ځوانان ته د رواني روغتیایي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي، چې دا چاره به د رواني روغتیا د خدمتونو د لومړنیو او ثانوي مرکزونو سره د یوځای کولو، د خدماتو د کیفیت لوړولو، او د بېلا بېلو سکټورونو په ځانګړې توګه د پوهنې او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د ګډې همکارۍ له لارې عملي شي او هېڅوک باید د فقر، جغرافیایي محدودیتونو او نورو لاملونو له امله له دغو خدمتونو بې‌ برخې نه شي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام مبارک دین له نظره د رواني روغتیا په ارزښت وینا تر سره او کورنی تاوتریخوالی، بې ثباتي، ناروغۍ، د کیمیاوي موادو او نشه یې توکو کارول یې د رواني روغتیا د زیانمنېدو مهم لاملونه یاد کړل.

په دې غونډه کې همداراز، د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا مسؤل ډاکتر وحیدالله افغان، د هیلت نیټ مؤسسې د څېړنې برخې مسؤل ډاکټر مرتضی هوفیانې ، د یونیسیف سازمان او د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر دېلارا مینول هم د رواني روغتیا د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزې ویناوې تر سره او زیاته یې کړه، هڅه کوو چې په یو شمېر ولایتونو لکه بدخشان، بامیان، فراه، ننګرهار او کندهار کې د رواني روغتیا ځانګړې ۲۰ بستریز مرکزونه جوړ کړو، چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د رواني روغتیا برخه به هم په کې شامله وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۱۹
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده پنځلسمه فقره:

وارداتي شرکتونه مکلف دي چې خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا سکتور د نوښتونو د بیاکتنې ملي بورډ غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د یاد وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د اقتصاد او تمویل رئیس دوکتور میرویس احمدزي، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له PUAMI مؤسسې سره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ننګرهار او پروان ولایتونو اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Premiere Urgence Aid Medical International- PUAMI مؤسسې سره د (. . .

BACK TO NEWS