په افغان جاپان روغتون کې د کورونا ویروس باندې اخته ناروغانو لپاره بېړنۍ څانګه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني، د یوې غونډې په ترڅ کې د کورونا ویروس اخته ناروغانو د درملنې په پار د افغان جاپان روغتون بېړنۍ څانګه پرانیسته وکړه.
د عامې روغتیا وزیر په دې ناسته کې وویل: چې د افغان جاپان روغتون بېړنۍ څانګه د ټولو طبي تجهیزاتو په درلودو لس بسترونو لري، چې په پرانیستلو سره به یې ډاکټران وکولی شي چې په کورونا ویروس اخته ناروغانو د روغتیایي وضعیت لپاره لاسرسی وکړي.
ډاکټر عثماني وروسته د افغان جاپان روغتون ټولو څانګو څخه لیدنه وکړه او د روغتیایي کارکونکو کړنې او دندې یې له نږدې وڅېړلې.
نوموړي د دغه روغتون روغتیایي کارکونکو د شپې ورځو هڅو له امله چې د اړمنو په چوپړ کې دي مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د عامې روغتیا وزارت رهبري د روغتیایي خدمتونو ښه کولو، ناروغانو او روغتیایي کارکونکو ته د اسانتیاوؤ رامینځته کولو په پار هېڅ ډول هڅه ونه سپموي.
له بلې خوا، د دې روغتون روغتیایي کار کونکو د عامې روغتیا وزیر د کړنو ستاینې سربېره، خپل وړاندیزونه د روغتیایي کار کونکو ته د پي دو، د تخصص برنامې برابرول، د کاري مهال کمول، د څېړنې لپاره زمینه برابرول، ښوونیزې برنامې او د افغان جاپان روغتون د روغتیایي کار کونکو ستاینه په پار د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه غوښتونکي شول.
د عامې روغتیا وزیر د دې روغتون د روغتیایي کار کونکو وړاندیزونو د کتنې تر څنګ مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د دوی غوښتنو ته د رسېدو لپاره سمدستي او عملي ګامونه واخلي.
دغه راز، ډاکتر عثماني د افغان جاپان روغتون او په دغه روغتون کې د روغتیایي کار کونکو د کړنو او د ناروغانو روغتیايي حالت د څارلو لپاره ټیمونه ګمارلي دي ترڅو دغه ټیم وکولی شي هغه ستونزې چې د روغتیایي کارکونکو په وړاندې واقع دي ژر حل او لاسرسی ورته وشي.
په ورته وخت کې، د عامې روغتیا وزیر د افغان جاپان روغتون څخه بهر د یو شمېر ناروغا لرونکو سره وکتل او په دغه روغتون کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو، ناروغانو سره د روغتیایي کارکونکو چلند، د درملو وېش او د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د لاسرسي په پار خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې د افغان جاپان روغتون د ١٢٠ بسترونو په درلودو سره لکه، د کورونا ویروس ناروغانو تشخیص او درملنه، لابراتواري خدمتونه، درملتون، ایکسرې، آی سي یو، اداري، خدمتونو، بېړنۍ پاملرنې او نرسنګ برخه کې هېواد والو ته د کف موسسې لخوا د عامې روغتیا وزارت تر څارنې لاندې روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.