په تخار ولایت کې یوه اندازه بې کیفیته او تاريخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۶ - ۱۱:۱۲
په تخار ولایت کې یوه اندازه بې کیفیته او تاريخ تېر خوراکي توکي راټول او له منځه يوړل شول

دوشنبه، ثور ٢٦/ ۱۴۰۱

د تخار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالقهار احمدي په دغه ولايت کې د دوه نيم ټنه بې کيفيته او تاريخ تير خوراکي توکو د راټولولو خبر ورکړ.

د تخار د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې دغه خوراکي توکي د تالقان د ښار له بېلابېلو سيمو څخه د ولايت ، امنيه قوماندانۍ، اطلاعاتو او فرهنګ رياست، د تخار ښاروالۍ، چاپېريال ساتنې، صنعت او سوداګرۍ رياست په ګډون د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې له منځه يوړل شول.

ډاکټر احمدي دغه راز وويل: په دغه ولايت کې د بې کيفيته او تاريخ تېرو خوراکي توکو د راټولولو لړۍ دوام لري او د دې ولايت له اوسېدونکو څخه مو غوښتنه ده چې د خوراکي توکو د پېرلو او د ټيټ کيفيته توکو د راټولولو پر مهال د عامې روغتيا له رياست سره همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

په اسلام‌قلعه بندر کې د قرنطین مرکز د جوړېدو بنسټ کېښودل شو

د هرات اسلام‌ قلعه بندر په صفري نقطه کې د قرنطین مرکز د بنسټ ډبره د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر حنیفي، د اړوندو ادارو او همکارو مؤسسو د استازو په شتون کې کېښودل شوه.

دا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د فاتح میوند عالي لیسې استادانو ته د سالمې تغذیې په اړه د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو تحلیل او سرویلانس ریاست د ظرفیت لوړونې او عامه پوهاوي د کارپوهانو ټیم له لوري د فاتح میوند عالي لیسې څه باندې ۳۰ استادانو ته د. . .

BACK TO NEWS