په مرکز او ولایتونو کې د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د تخنیکي کمیټو د کړنو او فعالیتونو څرنګوالی وارزول شو
د هېواد دعامې روغتیا وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ د یوې ناستې په ترڅ کې د مرکز او ولایتونو د عامې روغتیا رئیسانو، د دولتي او خصوصي روغتونونو مسؤلینو او د روغتیا شریکانو په ګډون د کورونا ویروس پر وړاندې د مبارزې د تخنیکي کمیټو د کړنو څرنګوالی په روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او ښه کول تر ارزونې لاندې ونیول.
په دې ناسته کې، لومړی د مرکز او ولایتونو د تخنیکي کمیټو مسؤلینو د کورونا ویروس پروړاندې مبارزه کې د خپل کاري پرمختګ راپور د عامې روغتیا وزیر ته وړاندې کړ او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې هیڅ ډول هڅه ونه سپموي.
د عامې روغتیا وزیر د تخنیکي کمېټو د کړنو په اړه د راپور تر اورېدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د ننګونو د حل او د دې کمېټو د کاري بهیر د ښه کولو لپاره جدي او عملي اقدامات وکړي.
همدارنګه، ډاکټر عثماني په دې ناسته کې، د روغتونونو تجهیزاتو، روغتونونو ته د اکیسجن انسیناتور دستګاه وؤ لېږل، په ټاکلي وخت د کارکونکو د معاشونو تادیه کول، کافي اندازه درمل لېږل، په روغتیایي مرکزونو کې د خونو له ګرموالي څخه ډاډ ترلاسه کول د کره او دقیق راپور ورکولو لپاره د څارنې کمېټې ټاکلي تر څو کوم اجراات چې په دې برخه کې اړتیا ده ترسره شي.
سربېره پردې، د عامې روغتیا وزیر په ولایاتو کې د کورونا ویروس پروړاندې د مارزې لابراتوارونو د جوړولو کاري پرمختګ، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کونکو مسؤسسو له استازو سره د اونیو ناستو ترسره کول او د سمنګان ولایت ستونزو ته د لاسرسي په پار له ګډونوالو سره خبرې وکړې او په دې برخه کې یې مسؤلینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
دغه راز، د دایکندي او لغمان ولایتونو روغتیا رئیسانو د تخنیکي کمیټو کاري پرمختګ او د ولایتونو په روغتیایی مرکزونو کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په اړه د عامې روغتیا وزیر سره خبرې وکړې او د وزارت له رهبرۍ څخه د دوی د کاري ستونزو د حل غوښتونکي شول او د حل لپاره یې مسؤلینو ته لارښوونه وشوه.