په هرات کې د رواني روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه له GSRO سره هوکړه‌لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې بېرته راستنېدونکو او زیانمونو شویو خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Green Social Research Organization-GSRO مؤسسې سره د (۱۴۷۰۰) څوارلس زره او اووه سوه ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو

دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د یوولس میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې په ۱۱ مه او ۱۲ مه ناحیه کې د دوو روغتیايي مرکزونو لارې د یاد ولایت (۵۰۰) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۱۱) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.

بل لور، د GSRO مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د یوولس میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۵:۴۱
Background image

نږدې ۲۱ ټنه غیرمعیاري او له نېټې تېر درمل په خوندي ډول له منځه یووړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ښار له بازارونو څخه د دوامدارو نظارتونو په ترڅ کې نږدې ۲۱ ټنه هغه درمل چې قانوني اسناد یې نه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۲۱
Background image

د تخار ولايتي روغتون سره د ۱۴ قلمه درملو مرسته وشوه

دغه مرسته چې ارزښت يې ۳۶۰ زره افغانۍ دی، د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري شوې، چې د یاد روغتون د فارمسي څانګې ته وسپارل شوه.

د دغه روغتون آمر، ډاکټر حیات‌الله سالار د سره صلیب. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د عبدالغفور احمدي عالي لېسې څه باندې ۲۸۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS