په هلمند ولایت کې له خوارځواکۍ څخه رنځ وړونکو ماشومانو سره په ترکیه کې د تیکا دفتر مرسته
د هلمند عامې روغتیا ریاست په دغه ولایت کې له هغو زرو کورنیو سره چې ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي، د ترکیې هېواد د تيکا دفتر له خوا د ١٠٠٠ خوراکي کڅوړو مرستو خبر ورکوي. په دې مرستو کې غوړي، نخود، لوبیا، بسکېټ، اوړه او نور د اړتیا وړ خوراکي توکي شامل دي.