په هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار د خلکو لخوا د روغتیايي سپارښتنو په پلي کولو د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټنیګار

Panah_moph
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۲ - ۱۵:۴
په هېواد کې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار د خلکو لخوا د روغتیايي سپارښتنو په پلي کولو د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ ټنیګار

د افغانستان اسلامي جمهوريت د عامې روغتيا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني؛ نن په يوه خبري ناسته کې په هېواد کې د کورونا ويروس مخ په زياتېدو خبر ورکړ.

د عامې روغتیا وزارت نوماند وايي چې د کورونا ویروس د تېرو اونیو په پرتله په هېواد کې مخ په ډېرېدو دی او مثبتې پېښې ډېرې شوي دي.

هغه همدا ډول وویل: چې په افغانستان کې د کورونا وضعیت د ګاونډیو هېوادونو په پرتله د ډاډ وړ دی او د خلکو ترمنځ باید هېڅ وېره شتون ونلري، ځکه چې وېره پخپله د معافیت سیسټم کمزوری کوي.

ډاکټر عثماني په لازمي ډول د ماسک اغوستلو باندې ټینګار وکړ او په خلکو یې غږ وکړ چې د کورونا ویروس د مخنیوي په پار روغتیایي سپارښتنې په ځانګړي توګه د ماسک اغوستل دې په جدي ډول رعایت/پلي کړي.

د عامې روغتیا نوماند وزیر په روغتیايي مرکزونو کې د کورونا ویروس د دوهمې څپې د مخنیوي په برخه کې د وزارت د اقداماتو په اړه ډاډ ورکړ او ویې ویل: چې د کابل او ولایتونو په ټولو روغتونونو کې د کورونا ویروس د پاملرنې او درملنې څانګې جوړې شوې دي، روغتونونه د امکاناتو او اسانتیاوؤ له اړخه سمبال شوي دي.

له بلې خوا، ډاکټر عثماني په ایران او پاکستان کې د کورونا وضعیت د اندېښنې وړ وباله او په خلکو یې غږ وکړ چې دې هېوادونو ته د غیر ضروري سفرونو څخه ډډه وکړي چېرې چې د کورونا ویروس خپرېدونکی دی.

د عامې روغتیا نوماند وزیر، د خصوصي لابراتوارونو جدي څارنې په اړه وویل: چې د خصوصي لابراتوارونو دندې د عامې روغتیا وزارت لخوا په جدي توګه څارل کېږي او که چېرې دوی د کورونا ویروس ازموینې پایلې په وړاندې کولو کې سرغړونه وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د عامې روغتیا وزارت په لابراتوارونو کې د کورونا ویروس ۴۵۳ شکمنې نمونې معاینات شوې دي چې له دې جملې ۱۳۲ مثبتې تائید شوي ۱۵ تنه روغ شوي او ۵ تنه نور مړه شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۸ - ۹:۳۱
Background image

په انتاني او افغان جاپان روغتونونو کې د تشخیصیه خدماتو لپاره د نویو مجهزو ودانیو د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي، مولوي نورجلال جلالي له لوري د انتاني او افغان جاپان ساري ناروغیو د درملنې ملي او تخصصي روغتونونو کې د نږدې سل میلیونه افغانیو په ارزښت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه

د پنجشېر ولایت په رخه روغتون کې د ۲۷ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د باکتریالوژي او پي سي آر څانګه پرانیستل شوه.

دغه څانګه د روغتیا نړیوال سازمان په مالي همکارۍ فعاله شوه چې ورسره د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۳:۲۳
Background image

د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ څخه لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو چارو محترم ريیس عرفان الله "کريمي" او ورسره مل پلاوي د پوهاند غضنفر روغتيايي علومو انستيټوټ د خزاني سمستر وروستۍ ازموینې څخه. . .

BACK TO NEWS